تحميل Pashto Sahih Bukhari Free APK للاندرويد
sync_alt

تحميل Pashto Sahih Bukhari Free APK للاندرويد

تطبيق Pashto Sahih Bukhari تنزيل APK النسخة المجانية Free Download للاندرويد في تطبيقات مراجع وكتب.
تحميل النسخة v1.2.0 المحدثة بتاريخ 2022-06-10 بحجم 7.6M، هذا التطبيق من تطوير Mizan Academy ومتوافق مع هواتف Android 4.1 والأحدث.

تم تطوير تطبيق First Pashto Hadith بواسطة فريق من المهنيين الأفغان.. This App provides you with the Pashto translation of the most famous, authentic Hadith book, Sahih al-Bukhari.

The App technical team is consistently working to improve the functionality of the App in order to provide you with a free access to thousands of Hadiths from Sahih al-Bukhari Book.

د صحیح البخاري د پښتو اپلیکیشن په اړه:
دا اپلیکیشن لومړی ورژن دی چې څه باندې زر (۱۰۰۰) حدیثونه پکې ځای پرځای شوي دي. زموږ کار په چټکۍ روان دی چې نورو ورژنونو کې د صحیح البخاري ټول مبارک حدیثونه بشپړ کړو.
د الله تعالی له کتاب پرته هېڅ کتاب مکمل ندی او موږ انسانان کمزوري یوو، ښايي په اپلیکیشن کې تېروتنې شوې وي، که مو کومه تېروتنه وموندله د مهرباني له مخې یې په اړه معلومات دې ایمیل ادرس ته راواستوئ ترڅو یې ژر تر ژره اصلاح کړو او له دې سره به تاسې هم په ثواب کې شامل شئ:
Infomizanacademy.org
ولې مو د صحیح البخاري پښتو اپلیکیشن جوړ کړ؟
که تاسې د موبایلونو د اپلیکیشنونو په زیرمو کې ولټوئ، د نړۍ په مشهورو ژبو پکې د صحیح البخاري ژباړو څخه جوړ شوي اپلیکیشنونه موندل کېدای شي، خو یوازینۍ ژبه چې ددغه معتبر کتاب اپلیکیشن پکې نشته، پښتو ده. نو د همدې تشې ډکولو لپاره موږ صحیح البخاري پښتو روانه ژبه باندې وژباړو ترڅو د ټکنالوژۍ په برخه کې دغه تشه ډکه شي.
د نبوي حدیثونو د دغه معتبر کتاب پښتو ژباړه د میزان انلاین اکاډمي او ایمان سټډیو لخوا شوې ده.
په دې برخه کې له څه باندې یو کال راهیسې شاوخوا ۷ کسیز ټیم په دې بوخت دی چې دغه اپلیکیشن په معیاري ډول جوړ کړي.
ددې معتبر کتاب پښتو ژباړه د شرعي علومو استاد فریدالله الکوزي کړې او لیکلې ده، بیاکتنه یې په شرعي علومو کې له الازهر پوهنتون څخه فارغ محمد ابراهیم ازهر کړې او دریم ځلي کتنه یې د شرعیاتو ماسټر عبیدالله حسام کړې.
د دې اپلیکیشن مالي ملاتړ اروپا میشتو درې افغان ځوانانو کړی چې نومونه یې په لاندې ډول د یادولو وړ دي:
فیصل پاڅون، زبیر احمد عثماني او عبدالجبار افغان.
د اپلیکیشن تخنیکي کارونه کندهار میشتي ځوان خوشحال سعیدي ترسره کړي دي.

دوی ټولو تر اخري حده هڅه کړې چې د صحیح البخاري پښتو ژباړې اپلیکیشن له هر اړخه په اوسنیو معیارونو برابر جوړ کړي.
د اپلیکیشن جوړولو هدف یوازې د اسلامي شریعت خدمت او د الله تعالی د رضا ترلاسه کول دي او بس!

د صحیح البخاري پښتو ژباړې لپاره مو لاندې تګلاره غوره کړې ده:
موږ د صحیح البخاري پښتو ژباړه له پیله ولیکله او ټوله هڅه مو دا کړې چې ددې عظیم کتاب پښتو ژباړه روانه او عام فهمه وي. په دې برخه کې وړاندې پښتو ژبه کې د صحیح البخاري کتابي ژباړې موجودې دي، خو موږ ځکه دا ژباړه له سره ولیکله چې یو خو یې ژبه عام فهمه او معیاري کړو، ترڅنګ یې اپلیکیشن په هغو امکاناتو سمبال جوړ کړو چې خلک وکوای شي پښتو یا عربي متن یې د تحقیق پرمهال په اسانۍ کاپي او پيست کړي، په اسانۍ حدیثونه ولټولی شي او ټولنیزو شبکو کې یې شریک کړای شي. نو د همدې لپاره مو د صحیح البخاري ټول حدیثونه له سره په پښتو ژبه ولیکل.

۱- د پښتو ژباړې لپاره مو له لاندې مراجعو څخه ګټه اخستې.
الف: موږ په حقیقت کې د تاج البخاري د پښتو ژبې عبارت ساده کړی دی او له سره مو لیکلی دی او د ژباړې لپاره مو ډېره ګټه له دې همدې کاب څخه اخیستې. تاج البخاري د بخاري شریف شرح ده چې پښتو ژبې ته مولانا محمد امین دراني ژباړلې ده.
ب: ددې ترڅنګ مو د پښتو ژباړې لپاره له فتح الباري، عمدة القاري، فیض الباري او ځینو نورو کتابونو څخه ګټه اخیستې. د اړتیا په وخت کې مو د بخاري شریف فارسي ژباړې څخه هم ګټه اخستې.
۲ـ که د ژباړې پرمهال ځینو الفاظو ژباړه کې له ستونزې سره مخ شوي يوو او په تاج البخاري کې په سم ډول نه شو موندل کېدای نو بیا مو د بخاري شریف له شرحو د متن په ژباړه کې ګټه اخیستې.
۳ـ د حدیثونو شمېرې مو په داسې ډول تنظیم کړي دي چې کومو شمېرو ته حدیث نشته بیا مو یو حدیث ته دوه یا درې شمېرې ورکړي د دې لپاره که څوک غواړي چې حدیث ومومي نو په اسانۍ سره ورته لاس رسی موندلی شي. او د شمېرو ترتیب مو په ډېر ځایونو کې د بخاري شریف له فارسي ژباړې څخه راخيستی، ځکه د شمېرو ترتیب یې تر نورو منظم و.
۴ـ قرآني ایتونه او د هغې ژباړه مو په دې {} ډول قوس کې لیکلي.
۵ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا او د هغې ژباړه مو په دې «» ډول قوس کې لیکلې تر څو له نورو ویناو څخه ځانکړې وي.
۶ـ ځینې عبارتونه چې وضاحت ته یې اړتیا درلوده په () قوسونو کې مو واضح کړي دي چې لوستونکی پرې په اسانۍ پوه شي.
۷ـ عربي عبارت مو د صحیح البخاري له هغې نسخې څخه راخستی چې چې دار طوق النجاة په ۱۴۲۲ هـ ق کال کې په ۹ جلدونو کې چاپ کړی او محقق یې محمد زهیر بن ناصر الناصر دی..

pashto sahih bukhari apk .

تحميل APK النسخة 1.2.0 المجانية Free Download

يمكنك تحميل Pashto Sahih Bukhari APK 1.2.0 لـ Android مجاناً Free Download الآن من متجر الأندرويد العربي.

الوسوم:

expand_more عرض أكثر
schedule متوفرة مجاناً android أندرويد 4.1 والأحدث update Jun 10 2022
مُشاركة
share
shop تحميل من المتجر

التحميل متوفر مباشرةً من ولكننا ننصح بالتحميل من الماركت الافتراضي لهاتفك اذا توفر لديك حساب. info
يرجى قراءة تفاصيل التطبيق جيداً

android التحميل عبر سوق الاندرويد العربي
إبــلاغ
report
يمكنك استخدام الزر chat الموجود في الاعلى للابلاغ
50 visibility 0 - 0 accessibility مقيّم بأنه مناسب لمن يبلغ 3 أعوام فما فوق